IQNA

 په الجزاير کښې د نړۍ د افطار ترټولو نه ستر دسترخوان + انځور

15:23 - May 28, 2018
د خبر لمبر: 3481231
نړیواله ډله: د الجزاير حکومتي تلویزون په نړۍ کښې ترټولو ستر افطار دسترخوان چې د دغه هیواد یتیم ماشومانو لپاره پیل شو خبر ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د القدس العربی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الجزاير حکومتي تلویزون اعلان کړې: د جمعه په شپه د رمضان افطار مراسم د ۶۰۰۰ مېلمنو شتون سره د پلازمینه ښار په جنوب کښې واقع په بلیده ښار کښې د یتیمانو ماشومانو نه حمایت موخې سره پیل شو.
دا مراسم د کافل الیتیم غیر حکومتي انجمن له اړخه او د پلازمینه ښار په جنوب کښې واقع د بلیده ښار د المپیک د لوبو په ميدان کښې پيل شو.
د دې راپور له مخې، د نړۍ ترټولو ستر دسترخوان د الجزاير په سلګونو کورنو، انجمنو، حکومتي ډلو او په سر کښې د پیوستون وزیر غنیه ایدالیا او بلیده ښار والي په شتون کښې ترسره شو.
د الجزاير په بلیده ولایت کښې د کافل الیتیم برخې انجمن مشر علی شعواطی چې د یتیمانو ماشومانو لپاره یی مرستې را غونډې کړي او له هغوي حمایت کوي د دې دسترخوان ګډون کوونکو ګڼل شمېر سره پیل کولو اصلي هدف د دغه هیواد بېلابېلو ډلو ترمنځه یووالي او پيوستون وټاکلو.
د الجزاير د ټولنې پیوستون وزیر غنیه ایدالیه هم په دې اړه وویل: مونږ د دې دسترخوان خوره ولو سره اراده لرو چې په را روان نسل کښې د پیوستون او همکاري شوق ورکول او پیدا کول وو.
د کافل الیتیم انجمن یو غړې بلقاسم شیحاوه هم په خپلو خبرو کښې د نړۍ د افطار ستر دسترخوان پیل کولو اصلی هدف په دې زمینه کښې د نړۍ ریکارډ ترلاسه کولو چې تراوسه لبنانیانو سره وو، وښودو.

 

برپایی بزرگترین سفره افطار به نفع کودکان یتیم در الجزایر

برپایی بزرگترین سفره افطار جهان در الجزایر+عکس

captcha